الحج ۲

يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُمْ بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ

په هغه ورځ چه اوبه وینئ تاسوهغی لره چه غافله به شی هره پئ‌ ورکؤونکی دهغه بچی نه چه پئ‌ ورکوی هغه لره او اوبه غورځوی هرحمل والا حمل خپل اووینی به ته خلقولره نشه او حال داچه دوی نه دی نشه (په څکلودنشه آورڅیز سره) اولیکن عذاب د اللّه تعالٰی سخت دی -

په دی آیت کښی ذکردهیبت شان دزلزلی دی پس که زلزلی نه مراد اول تفسیروی نوداحالات چه په دی آیت کښی ذکرشوی دی په حقیقت باندی حمل دی اوکه د زلزلی دوهم تفسیروی نودغه حالات په فرض اوتقدیرباندی حمل دی یعنی فرض کړه که په هغه ورځ مرضعه او حامله موجودشی نوداحال به ئی وی -
فائده: مرضع او مرضعه دواړه لفظونه زنانودپاره استعمالیږی لیکن فرق ئی دادی چه په کوم وخت کښی بچی له په خوله کښی سینه ورکوی نودغه وخت کښی ورته مرضعه وئیلی کیږی اوپه عاموحالتونوکښی ورته مرضع وائی نومطلب دادی چه بچی له پی ورکول دا ډیر دمینی حال دی لیکن دغه وخت به دبچی نه غافله شی ځکه چه هیبت به ډیرزیات وی اودارنگ ذات حمل او حامل دواړه صفات دزنانه دی لیکن فرق دادی چه ذات حمل هغه زنانه ده چه حمل ئی ښکاره وی اونزدی وی پیدائش ته اوحامل ورته په عامو اوقاتو کښی وئیلی کیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل