الحج ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ

ای خلقو ویره کوئ درب خپل نه یقیناً زلزله دقیامت یوڅیز هیبتناک دی -

سورة الحج

ددی سورة بعضی آیاتونه مکیه دی اوبعضی آیانونه مدنیه دی - مفسر قرطبی د غزنوی نه نقل کړی دی چه دا سورة دعجیبه سورتونو نه دی ځکه چه په دی کښی بعضی آیاتونه دشپی نازل شوی دی اوبعضی دورځی اوبعضی په سفرکښی نازل شوی دی اوبعضی په خضرکښی اوبعضی ناسخ دی او بعضی منسوخ او بعضی دصلح دی او بعضی دجنگ اوبعضی محکم دی اوبعضی متشابه دی -
ربط: ددی سورة دسورة انبیاء‌ سره یودادی چه تیرشوی آیت کښی عجزاو احتیاج دانبیاء علیهم السلام اللّه تعالٰی ته ذکرکړو نوپه دی سورة کښی رد دی په هغه باندی چه احتیاج اوعجزغیراللّه ته پیش کوی - دوهم داچه دهغه سورة په اول کښی دقیامت نزدیکت ئی ذکرکړو نوددی سورة په اول کښی د زلزلة الساعة ذکرکوی - دریم داچه هغه سورة کښی ددین یووالی ذکرکړو چه اِن هٰذه امتکم امة وَاحِدة الایة نوپه دی سورة کښی تفرق او ډلی دخلقو ذکرکوی کړی دی -

دعویٰ ددی سورة

اثبات دتوحید په لس دلیلونوسره اوپه رد دټولو اقسامو دشرک سره دی اواثبات دبعث دی په عقلی دلیلونواو تخویف اوبشارت سره -

خلاصه ددی سورة

داسورة تقسیم دی څلورو بابونوته اول باب تر (۲۵) پوری دی په دی کښی دواړه دعویٰ اوتخویف اخروی ذکردی په (۱،۲) کښی بیا اوه زجرونه اودری عقلی دلیلونه دی اوتخویف اخروی تفصیلاً اوبشارت اخرویه تفصیلا دی -

تفسیر

په دی کښی دعویٰ دتوحید اودعویٰ داثبات دقیامت ده په ذکردلوی نمونی دقیامت سره -
فائده: دقرآن دترتیب دابتداء‌ نه څلورم سورة (سورة النساء) شروع دی په يَا أَيُّهَا النَّاسُ سره اودقرآن دنصف نه هم څلورم سورة شروع دی په يَا أَيُّهَا النَّاسُ، سره په هغه سورة (النسآء) کښی مبدء دخلق ذکرکړی ده اوپه دی سورة کښی منتهٰی (قیامت) ذکرکړی ده (زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ) کښی یوتفسیردادی چه د قیامت دقائم کیدلونه وړاندی دمخلوق په فناسره به دا زلزله په ټوله ځمکه باندی راځی لکه چه سورة زلزال کښی هم دا مراد دی - دوهم تفسیردادی چه مراد ددی نه لوی هیبت دی میدان حشرکښی لکه چه حدیث صحیح کښی راغلی دی چه اللّه تعالٰی به حکم اوکړی آدم علیه السلام ته (اوبل روایت کښی چه حکم به اوکړی ملائکوته اودواړه جمع کیدی شی) چه دخپل اولاد نه ډله دجهنم را جدا کړه نوهغه به تپوس اوکړی د څومره نه څومره نو اللّه تعالٰی به اوفرمائی دزرونه یوکم زر جدا کړه دپاره دجهنم اویو تن به ځی جنت ته نودغه وخت به لوی هیبت راځی په خلقوباندی امام بخاری دا حدیث په تفسیر ددی آیت کښی ذکرکړی دی اوابن جریرهم دا توجیه غوره کړی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل