ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
دا دلیل دی په دی خبره چه اللّه تعالٰی حق دی اویقیناً هغه به ژوندی کوی مړو لره اویقیناً هغه په هرڅیزباندی قدرت لری -
په دی دواړو آیتونوکښی نتیجه د دلیلونو مخکنوذکرکوی په پنځوطریقو سره اوله نتیجه دتوحید دی په دی جمله کښی (بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ) دحق یو معنیٰ داده چه دهغه وجود یقینی دی تغییر، تبدیل په هغه باندی نه راځی - دوهمه معنیٰ داده چه دهغه بندگی کول اوالوهیت حق دی - دوهمه نتجه (وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى) یعنی دخاورونه انسانان پیدا کولی شی اود ځمکی نه تازه بوټی را ویستی شی نو مړی هم دوباره ژوندی کولی شی دریمه نتیجه (وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) یعنی قدرت د اللّه تعالٰی په پیدا کولو دانسان اودبوټو مستلزم دی قدرت لره په هرڅیزباندی - څلورمه نتیجه (وَأَنَّ السَّاعَةَ) مراد ددی نه یا ساعت دفنا دټول عالم دی یعنی لکه چه هرانسان باندی فناراځی اوهربوټی اوچیږی نودا دلیل دی چه ټول عالم به فناشی یا مراد دساعت نه قیام دورځ دحساب دی یعنی په انسانانوباندی ددی نعمتونو ذکرکړی شوؤ دپاره ورځ دحساب به قائم شی چه په هغی کښی به د شکر دنعمتونو تپوس کیږی - پنځمه نتیجه (وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَنْ فِي الْقُبُورِ) چه دخاؤرو نه ئی انسان پیدا کړو اودوچی ځمکی نه شنه بوټی پيداکړه نودارنگ دخاورو دقبرونونه بیاهم بیاهم انسان پیدا کولی شی - د (بعث) معنیٰ روح په بدن کښی اچول دی د راوتلونه اومن فی القبورنه بدن مراد دی یعنی بدنونو کښی بیا روح اچوی -