الأنبياء ۱۱۰

إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ مِنَ الْقَوْلِ وَيَعْلَمُ مَا تَكْتُمُونَ

یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په ښکاره وینا اوپوهه دی په هغه څه باندی چه تاسوئی پټوئ -

په دی کښی ذکر دسبب دعذاب دی چه هغه شرک کول دی پټ اوښکاره اوآیت کښی ثبوت دصفت دعلم کلی دی دپاره د اللّه تعالٰی اودا علت دی ددی قول دپاره چه (وَإِنْ أَدْرِي) یعنی علم دهرڅیز او علم غیب خاص دی په اللّه تعالٰی پوری ددی وجی نه ماته علم دغیب نیشته دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل