وَإِنْ أَدْرِي لَعَلَّهُ فِتْنَةٌ لَكُمْ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ
اوزه نه پوهیږم کیدی شی چه (داروستوکیدل) امتحان وی تاسولره اونفع وی تریووخت پوری -
جواب دسوال دی چه هرکله سبب دعذاب موجود دی نوپه دوی باندی ولی سمدستی عذاب نه راځی حاصل دجواب دادی چه پوره وجه دروستو والی ماته نه ده معلومه هان امتحان کول او مهلت ددی وجه کیدی شی اوپه دی آیت کښی هم نفی دعلم غیب ده د نبی ﷺ نه -