فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ آذَنْتُكُمْ عَلَى سَوَاءٍ وَإِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ أَمْ بَعِيدٌ مَا تُوعَدُونَ
پس که دوی مخ اوگرځؤو نو اوایه ماتاسو خبرکړئ په پوره خبردارئ اوزه نه پوهیږم آیا نزدی دی یالری دی هغه (عذاب) چه تاسوسره ئی وعده کیدی شی -
په دی کښی تخویف دعذاب دی که دنیوی وی اوکه اخروی وی په وخت داعراض دتوحید نه (آذَنْتُكُمْ عَلَى سَوَاءٍ) یعنی ماتاسوبرابراوپوره بیان دتوحید کړی دی ما ستاسونه هغه علم نه دی پټ کړی یامراد دادی چه ماتاسوته دا آخری بیان اوکړو اوس پس ددی نه انتظاردعذاب دی اوپه آیت کښی نفی دعلم غیب ده د نبی ﷺ نه -