إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغًا لِقَوْمٍ عَابِدِينَ
یقیناً په دی (مضمون) کښی خامخا تبلیغ دی دپاره دهغه قوم چه بندگی کوی (په اخلاص سره) -
تیرشوی آیت کښی چه کوم بشارت ذکرکړی شو دهغی د حاصلولو دپاره په دی آیت کښی ذریعه بیانوی (هَذَا) اشاره ده مضمون ددی سورت ته یا ټول قرآن ته اوبلاغ معنیٰ ده کفایت او د مراد حاصلول دی او (عَابِدِينَ) نه مراد مؤحدین دی چه بندگی په شرعی طریقی سره ادا کوی یا عاملان دقرآن کریم دی لکه چه تفسیر مواهب الرحمٰن کښی ذکرکړی دی -