وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ
اویقیناً لیکلی دی مونږپه زبورکښی روستو دذکر (تورات) نه چه بی شکه ځمکی وارثان به وی دهغی بندگان زما نیکان -
په دی آیت کښی بشارت اخروی دی بناپه دی چه مرا دالارض ځمکه دجنت ده لکه سورة زمرکښی (۷۴) یا بشارت دنیوی دی بنا په دی چه مراد ددی نه ځمکه دشام یاحکومت دبعضی ځمکی ترینه مراد دی لکه چه داسی وعده د بنی اسرائیلو دپاره هم ذکرشوی وه په سورة اعراف (۱۳۷) کښی اوددی امت دپاره په سورة نور (۵۵) کښی - زبورپه معنیٰ مشهورسره دی یعنی کتاب د داؤد علیه السلام اود ذکرنه مراد یا ذکر الٰهی اوبیان دتوحید دی په زبورکتاب کښی یاذکرپه معنیٰ دتورات سره دی یاد لوح محفوظ دی یازبور په معنیٰ لغوی سره دی یعنی لیکلی شوی کتابونه نومراد ترینه ټول کتابونه الهیه دی (تورات، انجیل، زبور) اویا ذکرپه معنیٰ دلوح محفوظ سره دی اوچه مراد د الارض نه ځمکه دشام شی اوهغه په دی سورة کښی په (۸۱،۷۱) کښی ذکرشوی ده اوعباد صالحین نه مراد دا امت دی نودا وعده د عمر بن خطاب رضی اللّه عنه په زمانه کښی پوره شوه ځمکه دشام فتح کړی شوه اووالی دهغی معاویه رضی اللّه عنه مقررکړی شو نومعلومه شوه چه معاویه رضی اللّه عنه ددی صالحینوپه ټولی کښی شماروؤ اوتبصیرالرحمٰن کښی علامه مهائمی لیکلی دی چه نه دی صالحان مگرصحابه کرام دی -