الأنبياء ۱۰۴

يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ

هغه ورځ به راؤبنغاړو مونږ آسمانونه په شان د رانغختلو درجسټروالا کتابولره لکه چه شروع کړی دی مونږ اول پیدائش دوباره به هم دغسی کؤو وعده ده په مونږباندی یقیناً داکارکؤو -

دا متعلق دی (لَا يَحْزُنُهُمُ) پوری یعنی نه به غمژن کوی دوی لره لوی هیبت په هغه ورځ چه را اونغاړو به آسمانونه یا متعلق دی په تُوعَدُونَ پوری - یادسره کلام دی او نُعِيدُهُ سره تعلق لری اومراد السَّمَاءَ نه ټول آسمانونه دی په دلیل دسورة زمر (۶۷) سره (السِّجِلِّ) کښی غوره قول دادی چه هغه رجسټردی چه په هغی کښی نومونه یا حکمونه اوفیصلی سجل (درج) کیږی نوهغه رجسترپه خپلو مضامینو باندی مشتمل وی اوهغه مضامین په هغه کښی رانغختلی شوی وی اوچاچه وئیلی د ی چه سجل نوم دکاتب د نبی ﷺ وو ابن جریراو ابن کثیر په هغی روایت ردکړی دی چه دا منکربلکه موضوعی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل