الأنبياء ۱۰۷

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ

اونه ئی لیږلی مونږته مگررحمت دپاره د ټولو خلقو -

هرکله چه صلاحیت او عبادت موقوف دی په تابعدارئ دسنت د رسول اللّٰه ﷺ اوپه عقیده د توحید باندی نودی داوړو آیتونو کښی ئی دا دواړه بنیادونه ذکرکړل - اودعلامه ابن قیم رحمة اللّٰه علیه نه نقل دی چه رسالت د رسول اللّٰه ﷺ رحمت دی دټولو عالمینودپاره په داسی طریقه چه مؤمنانو کاملانو په سبب دتابعدارئ‌ دهغه دنیا او آخرت کرامتونه اوشرافتونه حاصل کړل او د دشمنانو محاربینودپاره رحمت دی د هغوی سره جهاد اوغزاکول دپاره د داسلام قبلولو او اهل ذمه کافرانو دپاره په جزیه ادا کولو سره په امن اوسیدل رحمت دی او منافقانو ته سره دپټ کفرنه مؤمنانو په شان حقوق ورکول رحمت دی اود عام مخلوق دپاره دعام عذاب دنیوی نه بچ کیدل رحمت دی - اوآیت دسورة توبه (۶۱) کښی خاص رحمت مراد دی ځکه چه مؤمنانو تخصیص ئی کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل