الأنبياء ۱۰۰

لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَهُمْ فِيهَا لَا يَسْمَعُونَ

دوی دپاره په هغی کښی هنړاربه وی اودوی به په هغی کښی هیڅ نه اوری -

(زَفِيرٌ) ساه اخستل دعمژن شخص دی چه راوځی دهغه زړه نه مراد ترینه اسویلی کول دی داسی په سورة هود (۱۰۶) کښی ذکردی هرکله چه په دی آیتونو کښی یوقسم مشرکان ذکردی نوصرف زفیرئی ذکرکړو اوسورة هود کښی په شقواسره تعمیم کړی دی نوپه عذاب کښی تعمیم کړی دی زفیراو شهیق دواړه سره و اللّه اعلم (لَا يَسْمَعُونَ) یعنی شور دجهنم والو به داسی ډیروی چه د چا خبره به نه اوریدلی کیږی اودا آیت دلیل دی چه دا آلهه بتان نه دی بلکه اهل عقل دی ځکه دا صافت دبتانو نه شی کیدلی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل