الأنبياء ۹۹

لَوْ كَانَ هَؤُلَاءِ آلِهَةً مَا وَرَدُوهَا وَكُلٌّ فِيهَا خَالِدُونَ

که چیری وی دوی دبندگئ حق دار نه به ورننوتلی جهنم ته اودوی ټول به په هغی کښی همیشه وی -

دا دلیل دی په ابطال د آلهه من دون اللّه تعالٰی ځکه ځان اوخپل عابدان د جهنم نه شی بچ کولی نو څرنگ آلهه کیدلی شی - دارنگ که ددوی بندگی کول حق وی نوددوی عابدان به جهنم ته نه داخلیدلی (مَا وَرَدُوهَا) ضمبرعابدان او معبودان دواړو ته راجع کیدی شی (وَكُلٌّ) کښی هم دواړه مراد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل