الأنبياء ۹۸

إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنْتُمْ لَهَا وَارِدُونَ

یقیناً تاسو او هغه څوک چه تاسوئی بندگی کوئ سیوا د اللّه نه خشاک د جهنم دی تاسو به هغی ته ورننوځئ -

دا هم تخویف دی اورد دی په مشرکانوباندی یعنی دا مشرکان چه دخپلو معبودانونه نجات ورکولو امیدونه نه لری نو دا خیال ئی غلط دی ځکه چه هغه معبودان به هم اورته داخلیږی نودوی له به څنگه نجات ورکړی په دی آیت کښی اشکال دی چه دلفظ دما نه معلومیږی چه ټول معبودان دمشرکانو به جهنم ته داخلیږی نوبعضی دمعبودانونه انبیاء او اولیاء او ملائک هم دی چه بعضی خلقو دهغوی عبادتونه کړی دی اودا اعتراض مفسرینو د ابن الزبعری نه هم نقل کړی دی - جواب ددی په څو وجهوسره دی اوله وجه داده چه لفظ دما قطعی صریحی نه دی په عموم کښی بلکه احتمال دعموم اوخصوی ددواړو لری داسی شرح مواقف نورالانوار وغیره کښی ذکرشوی دی - اوابن الزبعری مشرک وؤ هغه تلبیس او دهوکه کوله چه لفظ دمانه ئی عموم مراد کوؤ نودلته مراد دما نه خاص هغه معبودان مراد دی، چه هغوی خلقو ته دشرک او بدعت دعوت ورکوی یعنی باطل پرست پیران اوملیان - دوهمه وجه داده چه لفظ دما اگرچه عام شی لیکن (۱۰۱) سره د صالحینو استثناء کړی شوی ده (حَصَبُ) هغه خشاک وغیره ته وئیلی کیږی چه اورته اوغورځولی شی دپاره دسیزلو دهغی او (حَطَبُ) صرف خشاک ته وئیلی کیږی نوحصب کښی معنیٰ دذلت ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل