إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِنَّا الْحُسْنَى أُولَئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ
یقیناً هغه کسان چه مقرر شوی دی دوی دپاره زمونږدطرف نه جنت دوی به جهنم نه لری کړی شوی وی -
روستو دتخویف اخروی نه بشارت دی داجواب دهغه وهم دی که څوک وهم اوکړی چه آلهه لفظ چه مخکښی آیت کښی تیرشو شامل دی هغه صالحینوته چه دهغی عبادت کړی شوی دی نودی آیت کښی دهغوی استثناء اوشوه - اومراد دسبقت نه وعده دجنت ده محسنینودپاره لکه سورة یونس (۲۶) کښی - یامراد ددی نه تقدیرکښی جنت کښی لیکل دی صالحینودپاره (الْحُسْنَى) مراد ددی نه جنت یا سعادت دی اوپه دوی کښی ملائک ، عزیر، عیسیٰ او نورصالحین داخل دی -