الأنبياء ۵۷

وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُمْ بَعْدَ أَنْ تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ

اوقسم په اللّه تعالٰی خامخا چل جوړومه ستاسو معبودانو ته روستو ددی نه چه اوگرځی تاسو شاکؤونکی -

ابراهیم علیه السلام ددعوت د ژبی نه بعد انتقال اوکړو مجاهدی عملی ته دوجی دډیر وثوق (اعتماد) ته په اللّه تعالٰی باندی اود وجی دډیر غیرت نه په دین باندی اوبل سبب داهم کیدی شی چه قوم دابراهیم علیه السلام دعوت ته هیڅ توجه نه کوله نودا عمل ئی ددی وجی نه اوکړو چه هغوی دده طرف ته توجه اوکړی نودی به ئی په توحید باندی ښه پوهه کړی لکه روستو آیت کښی د إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ یوه توجیه داده - اودا قسم ابراهیم علیه السلام ځان سره په پټه باندی وئیلی وؤ - یا بعضی کسانو دهغوی اوریدلی وؤ (مُدْبِرِينَ) نه مراد دادی چه تاسو خپلی میلی ته لاړ شئ اودرگاه دمعبودانو ستاسو خالی شی ځکه دوی خپل سالانه جشن یا عرس ته تلل اوابراهیم علیه السلام ترینه پاتی شو په عذر دسقیم سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل