فَجَعَلَهُمْ جُذَاذًا إِلَّا كَبِيرًا لَهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ
پس کړل ئی هغه ټوټی ټوټی بغیرد غټ دهغوی نه ددی دپاره چه دوی هغه ته اوگرځی -
ددی واقعی بعضی حصه په سورة صافات کښی ذکرشوی ده (كَبِيرًا) کښی اشاره ده چه دوی خپل معبودان په تفاوت سره جوړ کړی وؤ بعضی واړه اوبعضی غټ یاداچه بعضی ئی دوړو کارونو ذمه دارگنړل اوبعضی ئی د غټو حاجتونو پوره کوؤنکی گنړل (لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ) یو معنیٰ دا چه دا کار ئی دی دپاره اوکړو چه دوی دابراهیم علیه السلام دین ته یادهغه دعوت ته رجوع اوکړی اوهغه ته غوږ کیدی - دوهمه معنیٰ دا چه دا لوی ئی ددی وجی نه پریخودلو چه دوی دغه لوی ته رجوع اوکړی اودهغه نه تپوس اوکړی (نوددوی جهل به ښکاره شی) -