الأنبياء ۵۶

قَالَ بَلْ رَبُّكُمْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا عَلَى ذَلِكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ

ده اوئیل بلکه رب ستاسو رب دآسمانونو اود ځمکی دی هغه ذات چه دائی د اول نه پیدا کړی دی او زه په دی باندی تاسوته دخبر درکؤونکو نه یم -

یعنی ماسره دلیل دی په توحید د اللّه تعالٰی یوداچه هغه مالک دآسمانونو او دځمکی دی - دوهم داجه خالق ددوی دی - اوتوحید دربوبیت مستلزم دی دتوحید دالوهیت لره شرعاً او عقلاً (الشَّاهِدِينَ) نه مراد بیان کوؤنکی په دلیل سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل