وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى وَهَارُونَ الْفُرْقَانَ وَضِيَاءً وَذِكْرًا لِلْمُتَّقِينَ
اویقیناً ورکړی ؤو مونږ موسیٰ علیه السلام او هارون علیه السلام ته فرقان اوډیره رنړا اویاداشت دپاره دمتقیانو -
ددی آیت نه تر (۹۴) پوری څلورم باب دی په دی کښی ذکر د اولس انبیاؤ دی تفصیلاً دپاره د تذکیر دغافلانو دتوحید نه په ذکرد احتیاج دهغوی اوعاجزی کول دهغوی اللّه تعالٰی ته اوذکر دحال د انبیاؤ اجمالا په (۹۰) کښی بیا یؤولسم زجر دی ((۹۳) کښی - په دی (۴۸) آیت کښی دلیل نقلی دی د موسیٰ او هارون علیهم السلام نه اوتفصیل ئی په سورة طٰهٰ کښی تیر شوی وؤ ددی وجی نه ئی دلته مختصر ذکرکړو، دکتاب الٰهی کمال دادی چه په هغی کښی دلیلونه دپاره فرق د حق او باطل وی اوپه هغی ښکاره مسائل او احکام وی اوپه هغی کښی مواعظ او امثال او واقعات دی دپاره دتثبت دایمان والو اودا دری صفات په تورا ت کښی هم وؤ (لِلْمُتَّقِينَ) تخصیص ددوی دوجی دانتفاع اخستلو نه دی -