الأنبياء ۴۹

الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ وَهُمْ مِنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُونَ

هغه کسان چه ویریږی درب خپل نه په حال د نه لیدلوکښی اودوی دقیامت نه هیبت زده دی -

دا هغه صفات دمتقیانو دی چه دهغی په وجه د اللّه تعالٰی دکتاب نه ذکرحاصلوی (يَخْشَوْنَ) خشیة: ویره دزړه سره دتعظیم د مخشیٰ نه (چه دچانه ویره کوی) او اشفاق، نرمی دزړه ده دوجی دویری او دمحبت اوخیرخواهئ چه دهغی اثر په اندامونوباندی ښکاره کیږی (بِالْغَيْبِ) نه مراد دادی چه د خلکو نه غائب او پټ وی نوویره کوی د اللّه تعالٰی نه اوښکاره کښی خو ضرور کوی دوهم مراد دادی چه اللّه تعالٰی ئی لیدلی نه دی اوحال داچه دهغه نه ویره کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل