وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ
اوکیږدو مونږ تلی انصاف والا په ورځ دقیامت کښی نوظلم به نه شی کیدی په هیڅ نفس باندی هیڅ قسم اوکه چیری وی (عمل) په قدرددانی داوری رابه وړو هغی لره اوپوره یو مونږ حساب کؤونکی -
په دی کښی تخویف اخروی دی په ذکردموازینواوپه وزن دعملونو سره اوحساب سره - (الْمَوَازِينَ) داهل علم یوقول دادی چه دهرنوع دعملونو به جداجدا میزان وی ددی وجی نه جمع ذکرکړی ده دوهم قول دادی چه میزان یودی لیکن په اعتبار دموزوناتوسره جمع ذکرکړی ده اودمخکښی آیاتونوپه قرینه سره معلومیږی چه وزن داعمالو دکافرانو به هم کیږی (الْقِسْطَ) لفظ دذوات خذف دی اودا صفت دی د موازین یامفعول له دی یعنی الاجل القسط (دپاره دانصاف قائم کولو) (حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ) دعربو په عرف کښی دا په مثال د لږوالی کښی ذکرکیږی اودارنگ سورة لقمان (۱۶ ) کښی هم ذکردی اوکله په لفظ د ذَرَّه سره چه سورة نساء (۴۰) کښی ذکردی -