وَلَئِنْ مَسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ
اوکه اورسی دوی ته څه ټکړه دعذاب درب ستانه خامخا دوی وائی های تباهی ده زمونږ یقیناً مونږ ظالمان ؤو -
په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی سره دزجرنه (نَفْحَةٌ) لږ شی ته وئیلی شی - حصی ته هم وائی، یعنی په عذاب سره به ددوی کونړوالی لری شی اوبیا به ارمانونه کوی لیکن فائده به نه ورکوی لکه چه ددی سورة په (۱۴) کښی ذکرشول -