الأنبياء ۳۶

وَإِذَا رَآكَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَذَا الَّذِي يَذْكُرُ آلِهَتَكُمْ وَهُمْ بِذِكْرِ الرَّحْمَنِ هُمْ كَافِرُونَ

اوهرکله چه اووینی تالره کافران نونه نیسی تالره مگرټوقی (وائی) آیا دا هغه سړی دی چه بدی وائی ستاسو دمعبودانو اوحال داچه دوی دیاداشت درحمان نه (په توحید سره) دوی انکارکوی -

په دی آیت کښی زجردی په استهزاء‌ په رسول پوری (الَّذِينَ كَفَرُوا) مراد ترینه کفرعنادی دی - (يَذْكُرُ) نه مراد په عیب او نقصان سره یادول، مراد ترینه کنځل کول دی اوداد مشرکانو دطرف نه افتراء‌ ده په رسول باندی لکه اوس زمانه کښی هم دتوحید بیانؤونکو په باره کښی مشرکان وائی چه دوی اولیاؤ او بزرگانوته کنځل کوی یعنی بیان دتوحید او دشرک ددوی په نیزباندی کنځل دی - (بِذِكْرِ الرَّحْمَنِ) مراد ددی نه قرآن دی یامسئله دتوحید ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل