الأنبياء ۳۵

كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ

هرساه والا څکونکی دمرگ دی او ازمیښت کؤو مونږپه تاسوباندی په سختئ او په آرام سره دپاره دامتحان اوخاص مونږته به تاسو راوگرځولی شی -

دامتعلق دی دتیرشوی آیت سره یعنی دمرگ نه هیڅ ساه والا نه شی بچ کیدی داسی سورة العمران (۱۸۵) کښی دی نوآیت انبیاؤ اولیاؤ ټولو ته شامل دی - اودمرگ نه وړاندی د خیراوشر دراتللو حکمت ئی بیان کړو چه خیراوشر سره ستاسو امتحان کوی چه شکرپه خیراوصبرپه شرباندی کوئ اوکه نه؟ - دشرنه مراد تکالیف، مصیبتونه مرضونه وغیره دی اودخیرنه مراد نعمتونه وسعت درزق صحت دبدن مالداری اودارنگ معصیت اوطاعت حلال او حرام هدایت او اضلال ته هم شامل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل