الأنبياء ۳۴

وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِنْ قَبْلِكَ الْخُلْدَ أَفَإِنْ مِتَّ فَهُمُ الْخَالِدُونَ

اونه دی ورکړی مونږ هیڅ بشرلره ستانه مخکښی همیشگیری آیا پس که ته مړشی نودوی به همیشه وی -

ربط دمخکښی سره دادی چه د آسمانونو ځمکو وغیره انقلابات په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی نو دانسانانو مرگ او ژوند هم دهغه په اختیارکښی دی په دی آیت کښی رد دی په قول دمشرکانوباندی چه دا شاعردی مونږ دده دمرگ انتظار کوؤ لکه سورة طور (۳۰) کښی دی، حاصل دجواب دادی چه تاسو هم همیشه نه شئ پاتی کیدلی نوولی دده مرگ ته خوشحالیږئ اودارنگ په دی آیت کښی تسلی ده رسول اللّه تعالٰی ﷺ ته که ته وفات شوی نو اللّه تعالٰی به ستا ددین حافظت کوی لکه چه مخکښی انبیاؤ وفات شول او اللّه تعالٰی دهغوی ددین حفاظت کړی دی او (الْخُلْدَ) نه مراد همیشه ژوند دی چه مرگ پری نه راځی نو سوال په باره د عیسیٰ علیه السلام کښی نه شی کیدی ځکه چه هغه ژوندی دی لیکن پس دنزول د آسمان نه به بیا مړکیږی نوهغه لره خلد نه دی ثابت شوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل