وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی ده شپه اوورځ اونمر او سپوږمئ داټول په ځای د چاپیره گرځیدلوکښی لامبو وهی -
داشپږم دلیل عقلی دی - تیرشوی دلیلونه دمکانونو دقبیلی نه وؤ اودا دلیل په زمانو اودهغی په اسبابو سره دی دارنگ هغه علوی اوسفلی دلیلونه وؤ اودادلیل وسطی دی خلق دلیل او نهارئی مخکښی ذکرکړو چه معلومه شی چه دشپی او ورځی پیدایش دنمرکارنه دی نمراوسپوږمئ صرف علامات دی - (كُلٌّ) نه مراد نمر، سپوږمئ او ستوری دی او دهغی په سبب سره شپه اوورځ ته هم دا نسبت کیدی شی - امام قرطبی ذکر کړی دی چه فَلَكٍ نه مراد مدار دی (یعنی ځای دگرځیدلوچاپیره) اودا اوؤ افلاک د آسمانونونه لاندی دی یعنی دهرنمرسپوږمئ ستورو دپاره دآسمانونو لاندی جدا جدا دگردش ځایونه دی، اوپه کوم آیتونو کښی چه ذکرکړی دی چه نمر سپوږمئ په آسمان کښی دی نومراد ترینه طرف دآسمان دی (يَسْبَحُونَ) سبح په اصل کښی په اوبوکښی لامبو وهلوته وئیلی شی نواشاره ده چه افلاک په شان دسمندر دی او نمر، سپوږمئ ستوری اودهغی په واسطی سره شپه ورځ په هغی کښی دمهیانوپه شان لامبووهی په آسانه طریقی سره رفتارکوی -