الأنبياء ۳۲

وَجَعَلْنَا السَّمَاءَ سَقْفًا مَحْفُوظًا وَهُمْ عَنْ آيَاتِهَا مُعْرِضُونَ

او جوړ کړی دی مونږ آسمان چت ساتلی شوی اودوی دنخو دهغی نه مخ اړوؤنکی دی -

داپنځم دلیل عقلی دی اودوهمه جمله کښی زجردی په اعراض سره اود آسمان حفاظت په ډیروطریقو سره دی دپریوتلو نه محفوظ دی لکه سورة حج (۶۵) اوسورة فاطر (۴۱) کښی - اود شیاطینونه محفوظ دی لکه سورة صافات (۷) اوسورة حجر (۱۷) کښی دی - اود شرک اونورو گناهونو نه محفوظ دی یعنی آسمانونو کښی گناهونو والا نیشته او (آيَاتِهَا) دآسمانونو، نمر، سپوږمئ، ستوری اود هغی انقلابات او شپه او ورځ دی او هم دارنگ په سورة یوسف (۱۰۵) کښی دی اوورپسی آیت کښی دهغه ذکردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل