الأنبياء ۳۱

وَجَعَلْنَا فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِيهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ

او جوړ کړی دی مونږپه ځمکه کښی کلک غرونه چه گډه وډه اونه خوځی په دوی باندی اوجوړ کړی دی مونږپه هغی کښی فراخی لاری ددی دپاره چه دوی مقصد ته اورسی -

دا څلورم عقلی دلیل دی (تَمِيدَ) د مید نه دی او مید په معنیٰ دگډوډ گردش سره دی او (فِجَاجًا) کشاده ځایونو ته وائی کله د تلو راتلو لار وی او کله نه وی نوددی وجی نه (سُبُلًا) ئی ورپسی ذکرکړو او (فِيهَا) ضمیرځمکی او غرونوهریوته راجع کیدی شی ځکه چه ځمکه کښی هم فراخی لاری دی اوغرونو کښی هم فراخه لاری دی - دوهمه معنیٰ غوره ده ځکه چه فج دغرونو په مینځ کښی فراخی لاری ته وئیلی کیږی او (يَهْتَدُونَ) نه مراد داچه خپل مقصدونوته اورسی اودوهمه معنیٰ دا چه هدایت اومومی ددی دلیلونو په سبب سره اوداسی په سورة نحل (۱۵) کښی هم ذکردی په اول دلیل کښی دتربیت او رزق مواد ئی ذکرکړل آسمانونه، ځمکه، اوبو او دوهم دلیل کښی درزق دطلب دپاره ئی انعامات ذکرکړل چه په گرځیدلوسره ځمکه نه خوزیږی اولاری په کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل