أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ
آیا نه گوری کافران چه ځمکه او آسمانونه دواړه بند ؤو نوپرانستل مونږدواړه اوپیداکړی دی مونږ داوبو نه هرڅیز ژوندی آیا پس دوی ایمان نه راوړی -
ددی آیت نه دریم باب دی تر آیت (۴۸) پوری، په دی کښی تذکیردی په څلورو عقلی دلیلونوسره بیا تسلی ده رسول ته سره دپنځم زجرنه (۳۵،۳۴) کښی بیاشپږم زجردی په (۳۶) کښی، بیا اووم زجردی په (۳۷) کښی بیااتم زجردی په (۳۸) کښی اوبیا تخویف اخروی (۴۰،۳۹) کښی اوتسلی رسول ته (۴۱) کښی بیانهم زجردی (۴۲) کښی اوبیا تخویف اخروی دی په (۴۷،۴۶) کښی - په دی آیت (۳۰) کښی دریم عقلی دلیل دی د (رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا) یوتفسیردادی چه ټول آسمانونه یوجسم وؤ اوټولی ځمکی یو جسم وی نودوی ئی دیوبل نه جداجدا کړل اودهریونه ئی اووه اووه جوړ کړل - دوهم تفسیردادی چه آسمان بند وؤ یعنی باران ترینه نه وریدلو او ځمکه بنده وه یعنی بوټی ترینه نه راوتل نو اللّه تعالٰی دآسمان دطرف نه بارانونه را او ورول اوپه هغی سره ئی دځمکی نه بوټی را اوټوکول (وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ) ددی یومعنیٰ داده چه هرژوندی څیزئی داوبو نه پیدا کړی دی دوهمه معنیٰ داده چه ژوندون دهر ژوندی مخلوق ئی په اوبوسره ساتلی دی - دریمه معنیٰ داده چه هرژوندی شی ئی داوبو دنطفی نه پیدا کړی دی -