وَمَنْ يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّي إِلَهٌ مِنْ دُونِهِ فَذَلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ
اوچاچه اوئیل ددوی نه چه زه هم د خدائی څه صفت لرم سیوا د اللّه تعالٰی نه نودغه کس به سزا ورکؤو مونږ جهنم دغسی سزا ورکؤو مونږ ظالمانوته -
په دی کښی ذکر دی داتم صفت چه دوی لره حق نیشته چه دعویٰ دالوهیت اوکړی - تفسیرقرطبی لیکلی دی اگرچه معصوم دی لیکن په عبادت سره مکلف دی نودارد دی په هغه چاباندی چه وائی چه بعضی بزرگان په بزرگئ داسی حد ته اورسی چه هغه لره جائزدی چه اناالحق یا سبحانی ما اعظم شانی، وائی یا دالوهیت دیوصفت دعویٰ کوی دا ټول کفراوظلم دی ځکه اللّه تعالٰی په دی آیت کښی هیڅ څوک ددی نه مستثنیٰ کړی نه دی چه هغوی لره دعویٰ دصفت دالوهیت جائزوی (إِنِّي إِلَهٌ) لفظ اللّه ئی نه دی وئیلی بلکه الٰه هرصفت د الوهیت ته شامل دی برابره خبره ده که دا دعویٰ په طریقه دشرکت سره وی اوکه په حلول او اتحاد سره وی -