يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى وَهُمْ مِنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ
خبردی اللّه تعالٰی په هغه حالاتو چه ړواندی ددوی دی اوهغه چه روستو ددوی دی اوسفارش نه شی کولی مگرصرف هغه چالره چه غوره کړی وی اودوی دوجی د ویری د اللّه تعالٰی نه مینه کؤونکی دی دهغه سره -
په دی آیت کښی ددوی دری صفات ذکرکوی یعنی اللّه تعالٰی ددوی په ټولو حالتونو عالم دی، مابین ایدیهم کښی راتلونکی حالات اوما خلفهم کښی تیرشوی حالات مراد دی یا مخه اوشا مراد ده اواشاره ده ټولو زمانو او ټولو طرفونوته - که په دوی کښی صفت دقدرت او اختیار مستقله موجود وی نو اللّه تعالٰی ته به معلوم وی اودا رنگ دوی شفاعت دمشرکینو دپاره نه شی کولی نورد دی په مشرکانوباندی چه ددوی دشفاعت کولو امیدونه مه لرئ اودوی ویره کوونکی دی (إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى) مراد ددی نه مؤمن مؤحد دی چه اللّه تعالٰی غوره کړی دی په رضا خپلی سره لکه سورة طٰهٰ (۱۰۹) کښی تیرشوی دی خشیت، ویره کول سره دتعظیم نه او اشفاق، دویری دوجی نه زړه نرمیدل دی -