الأنبياء ۳۷

خُلِقَ الْإِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ

پیدا کړی شوی دی انسان د تادئ نه زردی چه اوبه ښایم تاسوته نخښی خپلی نوپه تادئ ئی مه غواړئ -

په دی کښی زجردی په استعجال (زرغوښتل) دعذاب سره اومراد دخلق د عجل نه دادی چه د انسان په طبیعت کښی عجلت پیدا کړی شوی دی لکه په سورة روم (۵۴) کښی دی بناپه یوتفسیرسره اوپه اسراء (۱۱) کښی دی - اودا رنگ حدیث دی چه النساء خلقت من ضلع ایسر - یعنی دزنانوپه طبیعت او خلقت کښی کوږ والی دی په شان د کنړی پوختئ چه نیغول ئی غواړئ‌ نوماته به شی اویابه همیشه کږه وی (آيَاتِي) مراد ددی نمونی دعذاب دی او دلیلونه دقدرت د اللّه تعالٰی دی په انتقام اخستلو دمنکرینونه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل