الأنبياء ۱۷

لَوْ أَرَدْنَا أَنْ نَتَّخِذَ لَهْوًا لَاتَّخَذْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا إِنْ كُنَّا فَاعِلِينَ

که چیری غوښتلی مونږ چه اونیسو مشغله خامخا نیولی به وی مونږ هغه دخپلی خوانه که چیری داکار مونږ کولی -

په دی آیت کښی یوتوجیه داده چه مراد دلهواً نه عبث دی چه مشغولول کوی یعنی که مونږ اراده کولی چه آسمانونه ا وځمکه می صرف د خپل مشغولا دپاره پیدا کولی نومابه د ځان سره ساتلی اوتاسو ته به می ددی دلیلونه نه ښکاره کولی اودا توجیه د آیت تیرشوی اوراتلونکی سره مناسبت او ربط لری - دوهمه توجیه داده که مونږ ولد نیولی نودهغه چانه به می ولد جوړکړی وی چه ځما سره دی اوپه خپله خوښه به می نیولی - ستاسو خوښی ته به می نه پریخودلی (إِنْ كُنَّا) اِن په معنیٰ د نفی دی یعنی نه یو مونږ کوؤنکی ددی کاریا اِن شرطیه دی اوجزاؤ دمخکښی په قرینی سره پټه ده یعنی که چیری مونږ دا کارکولی نوجنت جهنم جزاء‌ سزاء وغیره به می نه پیدا کولی - دوهمه معنیٰ داده یعنی که چیری مونږ کولی نوستاسو خوښی ته به می نه پریخودله -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل