الأنبياء ۱۶

وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ

اونه دی پیدا کړی مونږه آسمان او ځمکه اوهغه چه ددی په مینځ کښی لوبی کؤونکی -

ددی آیت نه تر (۳۰) پوری دوهم باب دی په دی کښی مختصر دوه عقلی دلیلونه دی دپاره دتذکیر (۱۹،۱۶) کښی اودوه نقلی دلیلونه دی دپاره دتذکیر یو دملائکونه او دوهم دتمام انبیاؤ نه اجمالاً‌ (۲۵،۲۱،۲۰،۹۰) یعنی آسمانونه او ځمکه عبث او بی فائدی نه دی پیدا کړی شوی بلکه پیدا کړی شوی دی دپاره د دلالت په وجود د اللّه تعالٰی اوپه توحید باندی اودارنگ صٓ (۲۷) کښی دی اوسورة دخان (۳۹،۳۸) کښی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل