بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ
بلکه ورگذارؤ مونږ حق لره په باطل باندی نو زخمی کړی دماغ دهغه پس دغه وخت هغه وران شی اوستاسو دپاره تباهی ده دوجی دهغه خبرونه چه وائی تاسو (په باره د اللّه تعالٰی کښی) -
دا اضراب دی د مخکښی نه یعنی لهونه ده بلکه دا دلیلونه د حق د اثبات اودباطل د رد دپاره دی حق قرآن دی اوباطل دی دروغ ددوی او اللّه تعالٰی ته دعبث او د ولد نسبت کول دی، اوحق حجت او دلیل دی اوباطل شبهات دمنکرینو دی (مِمَّا تَصِفُونَ) نه مراد نسبت د ولد اودلهو دی اللّه تعالٰی ته -