الأنبياء ۱۰

لَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

یقیناً مونږ نازل کړی دی تاسوته کتاب په هغی کښی یاداشت ستاسو دی آیا پس دعقل نه کار نه آخلئ‌ -

په دی کښی جواب دهغه طعنونو دی چه دقرآن په باره کښی په تیرشوی آیاتونو کښی ذکرشوی دی په بیان دصدق دقرآن سره چه دا ذکردی او اللّه تعالٰی نازل کړی دی - او ذکرنه مراد بیان داحکامو دشرعی او وعظ و نصیحت دی - اوپه دی عمل کول سبب دشرافت دی نوځکه بعضی مفسرینو دذکر معنیٰ په شرافت سره کړی ده - اودحسن بصری نه نقل دی چه ذکر په معنیٰ ددین سره دی (ابن جریر) -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل