وَكَمْ قَصَمْنَا مِنْ قَرْيَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَأَنْشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا آخَرِينَ
او ډیر هلاک کړی دی مونږ کلی چه ؤو ظلم کؤونکی او پیدا کړل مونږ روستو دهغوی نه قوم نور -
ددی نه ترآیت (۱۵) پوری تخویف دنیوی دی دپاره د هغه چاچه اعراض کوی ددی ذکرنه - او دی کښی خاص واقعه مراد نه ده بلکه تیرشوی قومونه چه تکذیب ئی کړی وؤ دانبیاؤ هغه ټول مراد دی (قَصَمْنَا) قصم په لغت کښی ماتولو ته وائی دلته مراد هلاکول دی (ظَالِمَةً) د اسبب دعذاب دی ظلم دهغوی شرک کفر اوتکذیب درسولانو اوپه هغوی باندی طعنونه کول وؤ -