الأنبياء ۹

ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنْجَيْنَاهُمْ وَمَنْ نَشَاءُ وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ

بیا پوره کړه مونږ دهغوی سره وعده پس بچ کړل مونږ هغوی لره اوهغه چالره چه مونږ غوښتلو اوهلاک کړل مونږ دحدنه تیروتونکی -

په دی آیت کښی اشاره ده تخویف دنیوی ته دپاره دمنکرینو په اهلاک دمنکرینو تیرشوو اوبشارت دنیویه دی په نجات او نصرت دانبیاء او د تابعدارو دهغوی سره - اودا وعده په سورة یونس (۱۰۳) کښی او سورة الصافات (۱۷۳،۱۷۲،۱۷۱) کښی ذکرده اوپه دی کښی اشاره ده چه دغه رسولان په نجات خپل اوپه هلاکت ددشمنانوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل