لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ وَأَسَرُّوا النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُوا هَلْ هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ
مشغوله دی زړونه ددوی اوپټی جرگی اوکړی هغه چاچه ظلم کړی دی چه نه دی دا مگربشردی ستاسوپه شان آیا قبلوئ تاسو جادو اوحال داچه تاسو پوهیږئ -
دا هم زجردی په لهو دقلوبو یعنی مشغوله دی زړونه ددوی په دروغو قصو دشرک اوبیا زجردی په پټو جرگوکولو دنبی په مخالفت کښی اوداظلم دی، دا شپږ مرتبی وی د غافلینو اوس ذکرکوی شپږ طعنونه دهغوی په رسول باندی - اول طعن په رسول باندی په بشریت سره داد ټولو کافرانو شریکه ویناده په باره دهریونبی کښی، اودوهم طعن ئی په سحرسره اوکړو (أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ) مراد ددی نه تابعداری کول دی - (وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ) په دی کښی اشاره ده چه کافرانو هم سحر بد گنړلو -