مَا يَأْتِيهِمْ مِنْ ذِكْرٍ مِنْ رَبِّهِمْ مُحْدَثٍ إِلَّا اسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ
نه راځی دوی ته څه یاداشت دطرفه درب ددوی نه نوی مگرغوږ ورته کیدی اوحال داچه دوی لوبی کوی -
داهم زجردی په لعب کولو سره په وخت دبیان دقرآن کښی (ذِكْرٍ،مُحْدَثٍ) عقیده د سلف صالحینو او تمام اهل سنت داده چه قرآن کریم مخلوق نه دی نو حادث نه دی - اودلته محدث نه مراد داچه، په نازلیدلو کښی نوی دی، یاداچه، د نبی ﷺ په بیانولو کښی نوی دی، یاداچه، د منکرینو په زعم کښی نوی دی (يَلْعَبُونَ) نه مراد دادی چه مشغوله وی په دنیا سره یا مشغول شی په اعتراضونو کولوسره په قرآن باندی -