الأنبياء ۱

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُعْرِضُونَ

ډیر نزدی راغی خلقوته حساب دهغوی اودوی په غفلت کښی دی مخ گرځؤونکی دی -

سورة الأنبياء

ربط: ددی سورة دسورة طٰهٰ سره: هغه سورة کښی تذکیر او تشجیع وه په ذکرد موسیٰ علیه السلام نوپه دی سورة کښی تذکیردی په واقعاتو د نورو انبیاء علیهم السلام سره -

دعویٰ ددی سورة

تذکیر دغافلینو په شپږ وجوه سره - اوله وجه: ذکر د اوولس انبیاء علیهم السلام تفصیلاً چه دوی محتاج وؤ او عاجزی کوونکی وؤ اللّه تعالٰی ته او اجمالاً په (۲۵) کښی - دوهمه وجه: رد د څلورو قسمونو دشرک اورد په عقیده د اتخاذالولد باندی اوشفاعت قهریه باندی په اوولس آیتونوکښی - دریمه وجه: عقلی دلیلونه شپږ - څلورمه وجه: یؤولس زجرونه منکرینوته - پنځمه وجه: ذکر دتعبیراتو دغفلت اته اولفظ دذکرهم اته کرته - شپږمه وجه: اسماء حسنیٰ اته -

خلاصه د سورة

په دی کښی پنځه بابونه دی اول باب تر (۱۵) پوری دی په دی کښی تخویف دی سره دزجرنه په ذکردشپږو مرتبو دغافلینو - غفلت، اعراض، لعب، لهوالقلب، النجوٰی، ظلم او شپږطعنونه ددوی په رسول باندی، بشریت، سحر، اضغاث احلام، افتراء، شعر، طلب دمعجزی، اواعلان د نبی ﷺ په رد دشرک فی العلم په (۴) کښی اوجواب دآخری طعن په (۶) کښی اود اول طعن په (۹،۸،۷) کښی اوترغیب قران ته (۱۰) کښی اوتخویف دنیوی د (۱۱) نه تر (۱۵) پوری -

تفسیر

هرکله چه سورة طٰهٰ په اخرکښی دا نتظار دعذاب ذکر وؤ نودی آیت کښی هغی نزدی والی بیانوی سره د زجرنه په غفلت او اعراض سره - (اقْتَرَبَ) دا لفظ دلالت کوی په ډیرنزدیکت باندی نزدی ددی وجی نه دی چه کوم شی راتلونکی وی نو نزدی وی - اوبله وجه داده چه ددنیا راتلونکی عمرکم دی په نسبت دتیرشوی اومراد دغفلت نه بی پرواهی ده یعنی تیاری دعملونو دآخرت دپاره نه کوی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل