طٰهٰ ۱۳۵

قُلْ كُلٌّ مُتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَابُ الصِّرَاطِ السَّوِيِّ وَمَنِ اهْتَدَى

ته اوایه هریو انتظار کؤونکی دی نوتاسو هم انتظار کوئ‌ زردی چه تاسوبه خبرشئ‌ چه څوک دی خاوندان دلاری برابر اوڅوک دی هدایت والا -

په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی یعنی هرکله چه رسول راولیږلی شو اوبیا هم تاسو انکارکوئ نو اوس دعذاب انتظار اوکړئ - اوپه آیت کښی اشاره ده دی خبری ته چه دعذاب ددنیا نه بچ کیدونکی هغه خلق دی چه لاری ئی صحیح وی یعنی لاردقرآن اود حدیث او مقصد ئی صحیح لاری ته رسیدل وی یعنی توحید او سنت ته -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل