طٰهٰ ۱۳۴

وَلَوْ أَنَّا أَهْلَكْنَاهُمْ بِعَذَابٍ مِنْ قَبْلِهِ لَقَالُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَذِلَّ وَنَخْزَى

اوکه چیرته هلاک کړی وی مونږ داخلق په عذاب سره مخکښی د رالیږلو ددی رسول نه خامخا دوی به وئیلی ؤو ای ربه زمونږ ولی تانه را لیږلو مونږته رسول پس چه تابعداری کړی وی مونږ دآیاتونو ستا مخکښی د ذلیل کیدلو او رسوا کیدلو نه -

په دی آیت کښی جواب دی دبل سوال - سوال دا وو چه دا خلق د مخکښی نه مشرکان وو نوپه دوی باندی عذاب ولی نه راتلو - حاصل دجواب دادی که درسول د رالیږلو نه مخکښی عذاب رالیږلی شوی وی نودوی به عذر او بهانه پیش کولی لیکن اللّه تعالٰی دچا عذر په ځان باندی نه پریږدی لکه سورة نساء‌ آیت (۱۶۵) اوسرة قصص آیت (۴۷) کښی چه څنگه ذکردی نوپه دی آیتونوکښی ذکرکړی دی حکمت دارسال درسل اوانزال دکتب الٰهیو (مِنْ قَبْلِ أَنْ نَذِلَّ وَنَخْزَى) دا دلیل دی چه سبب دذلت اود رسوائی دکتاب اللّه نه خلاف کول دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل