طٰهٰ ۱۳۳

وَقَالُوا لَوْلَا يَأْتِينَا بِآيَةٍ مِنْ رَبِّهِ أَوَلَمْ تَأْتِهِمْ بَيِّنَةُ مَا فِي الصُّحُفِ الْأُولَى

اودوی وائی ولی نه راوړی دی مونږته نخه دطرف درب دهغه نه آیا نه دی راغلی دوی ته صفا بیان دهغه چه په صحیفو مخکښنوکښی ؤو -

په دی آیت کښی زجردی منکرینوته یعنی هرکله چه په دی سورة کښی بیان شوه معجزه د موسیٰ علیه السلام نومشرکینومطالبه اوکړه د رسول اللّٰه ﷺ نه چه مونږ له دغسی معجزات راوړه نودهغی جواب ورکړی شو - حاصل دجواب دادی چه قرآن کریم د مخکنو کتابونو اِلَهیو خلاصه ده نودا معجزه دټولو معجزاتو نه کامله ده لکه په سورة عنکبوت آیت یوپنځوس (۵۱) کښی ذکردی - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه دقرآن یو نوم بینه ده اودارنگ معلومه شوه چه قرآن خلاصه د مخکنوکتابونوده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل