طٰهٰ ۱۳۲

وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى

اوحکم کوه خپلو تابعداروته دمونځ کولو او کلک شه په هغی باندی ذمه وار نه گرځؤو مونږتالره دروزئ مونږتالره روزی درکؤو او آخری خوشحالی دپاره د تقویٰ والا دی -

په دی کښی ذکر دپنځم ادب دی - اوداهل نه مراد ټول تابعدار دی (لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا) نه مراد دادی چه مونږه ته ذمه وار درزق نه ئی گرځولی چه په سبب دهغی سره غفلت راځی د مونځ کولونه (وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى) په دی کښی اشاره ده چه په دی پنځه ادابو باندی عمل کول تقویٰ ده (لِلتَّقْوَى) لام اجلیه دی یامراد ددی نه لُاهل التقویٰ دی - العاقبه په لغت کښی مطلق آخری حالت ته وئیلی کیږی لیکن په عرف کښی په معنیٰ د ښائسته اخری حالت سره دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل