قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
وئیلی دی رسول چه رب ځما خبردی په هره وینا که په آسمان کښی وی اوکه په ځمکه کښی وی اوهغه هرڅه آوری اوپه هرڅه پوهه دی -
په دی کښی رد دشرک فی العلم دی یعنی هرکله چه دوی پټی جرگی کولی او نبی ﷺ دوی له دهغی خبرورکړو نووهم راغی چه نبی په غیب پوهیږی نوجواب اوشو چه نبی ﷺ داصفت د اللّه تعالٰی دپاره خاص کړی دی اودا رنگ نبی خوصرف د خپل رب صفت کوی په طریقه دتوحید فی العلم سره نوپه دی کښی دلیل دی دهغه د رسالت ځکه چه ساحران او کاهنان علم غیب ځان له دعویٰ کوی -