طٰهٰ ۱۵

إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَى كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَى

یقیناً قیامت راتلونکی دی غواړم چه پټ ئی اوساتم دپاره ددی چه بدله ورکړی شی هرنفس ته دهغه عمل چه ده کړی وی -

په دی آیت کښی دوحی څلورم جزء دی چه هغه راتلل دقیامت دی ځکه توحید اوایمان په آخرت دواړه اصل داصول دایمان دی (أَكَادُ أُخْفِيهَا) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ داچه نزدی ده چه ښکاره به کړم قیامت لره، دوهمه معنیٰ داده چه غواړم زه پټ ساتل دعلم دقیامت دمخلوق نه ځکه چه اخفاء په لغت دعربو کښی داضدادونه دی یعنی ښکاره والی اوپټ والی دواړو دپاره استعمالیږی (لِتُجْزَى) په اوله معنیٰ سره داتعلق لری د أُخْفِيهَا سره اوپه دوهمه معنیٰ کښی تعلق لری د آتِيَةٌ سره -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل