طٰهٰ ۱۶

فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَى

نووادی ړوی تالره ددی نه هغه څوک چه ایمان نه راوړی په دی باندی اوتابع وی دخواهش خپل نوهلاک به شی -

په دی آیت کښی تشجیع ده موسیٰ علیه السلام ته په مضبوط کیدلو سره په دغه وحی باندی اوپه بیان کولو سره دهغی سره اوداسی په سورة قصص (۸۷) کښی هم ذکردی اودا دوه صفتونه (۱) عدم ایمان په اخرت (۲) اواتباع دخواهش بنیاد دی دټولو خبائثودپاره - اوپه دی کښی اشاره ده فرعون ته لیکن صفات ئی ذکرکړل دپاره ددی چه عام شی (فَتَرْدَى) په اصل کښی دبره نه ښکته غورځیدلو ته وئیلی شی مراد ترینه هلاکت دی اواشاره ده چه دعوت دحق پریخودل سبب دذلت دی په دنیا کښی اوسبب دجهنم دی په عقبٰی کښی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل