طٰهٰ ۱۴

إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي

یقیناً زه اللّه یم نیشته حق دار دبندگئ سیوا زمانه نوبندگی خاص کوه مالره اوپابندی دمانځه کوه دپاره دیاداشت ځما -

په دی آیت کښی ئی دوحی دری اجزاء ذکر کړی دی - اول جزء مسئله توحید دوهم جزء امرکول په عبادت سره دپاره دعمل دتوحید، اودریم جزء حکم کول دی خاص په مانځه سره یعنی توحید دالوهیت او توحید درعبودیت او توحید دحکم (أَقِمِ الصَّلَاةَ) په دی کښی ذکرد ادب دی دپاره ددعوت کوؤنکی دحق چه د مونځ پابندی او ذکر الٰهی کی مشغولیت دی او (لِذِكْرِي) کښی ډیرمعنی دی اول داچه ذکرنه مراد توحید دی یعنی مونځ کوه دپاره دمضبوطیدلو په توحید باندی، دوهمه معنیٰ یادول د اللّه تعالٰی په مانځه کښی اودریمه معنیٰ داده چه کله مونځ درنه هیرشی یا اوده پاتی شی دمانځه نه نوکله چه رایادشی درته مونځ‌ په هغه وخت کښی اوکړه - اوحدیث صحیح کښی هم دامضمون د ی - نوپه دی کښی دلیل دی چه څوک قضیٰ د مونځونو روستوکوی درمضان آخری جمعی ته اوهغی ته قضائی عمری وائی نودا خلاف کول دی ددی آیت او دصحیح حدیث نه -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل