طٰهٰ ۱۳

وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَى

اوماته غوره کړی ئی نوغوږ کیده هغی ته چه تاته ئی وحی کیدی شی -

په دی آیت کښی ذکردرسالت دی د موسیٰ علیه السلام اوبیا حکم دی په اوریدلو د وحی سره - مراد د اخترتک نه غوره کول او منتخب کول دی دپاره د رسالت - اشاره ده چه رسول د نورمخلوق نه غوره وی - (فَاسْتَمِعْ) اشاره ده چه درسول اوله ذمه داری د اللّه تعالٰی وحی ته په پوره توجه سره غوږ کیخودل دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل