طٰهٰ ۱۲

إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى

یقیناً زه رب ستا یم اوباسه کیړئ‌ خپلی یقیناً ته په لمن د غرکښی ئي چه پاکه ده نوم ئی طوٰی دی -

دا تفصیل دنداء‌ دی په دی کښی اول تعین دمنادی دی اوبیان د ادب دی چه خپلی کیړئ اوباسه که په هغه کیړوکښی نجاست وی نو ویستل ئی ضروری دی اوکه په هغی نجاست نه وی نوویستل ئی ادب دی (طُوًى) دانوم دی د هغه پاک میدان چه په هغی کښی برکات را غونډکړی شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل